۰
ګوتریش:

د طالبانو پر وړاندې د مقاومت جبهې بریدونه ۵۵ سلنه زیات شوي

شنبی ۲ سرطان ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۰۵
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د افغانستان په اړه د دغه سازمان په درې میاشتني راپور کې ویلي چې د طالبانو پر وړاندې د مقاومت جبهې ۵۵ سلنه زیاتې شوي دي.
د طالبانو پر وړاندې د مقاومت جبهې بریدونه ۵۵ سلنه زیات شوي
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د افغانستان په اړه د دغه سازمان په درې میاشتني راپور کې ویلي چې د طالبانو پر وړاندې د مقاومت جبهې ۵۵ سلنه زیاتې شوي دي.

ښاغلي ګوتریش چې تېره شپه یې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته دغه راپور وړاندې کړ، وویل چې د افغانستان وسله وال مخالفین د دې ډلې پر وړاندې وسله والې مبارزې ته زور ورکوي.

د دغه راپور پر بنسټ، د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ له لومړۍ نېټې څخه د مې تر ۱۳ مې پورې په افغانستان کې امنیتي پېښې د ۲۰۲۳ کال د ورته وخت په پرتله ۵۵ سلنه زیاتې شوي او ډېری دغه بریدونه د ملي ازادۍ او مقاومت جبهې ترسره شوي دي.

راپور زیاتوي، چې په دې موده کې یونما ۲۵۰۵ امنیتي پېښې ثبت کړي، چې ډېری یې په مرکزي، شمال ختیځ، سویل ختیځ او جنوبي سیمو کې شوي دي.

په راپور کې راغلي چې په دې موده کې ۱۰۶ وسله والې نښتې ثبت شوي چې دا د ۲۰۲۳ کال د ورته وخت د ۷۵ قضیو په پرتله د پام وړ زیاتوالی ښيي.

په هرصورت، راپور زیاتوي چې وسله والو مخالفینو د ځمکنیو کنټرول په وړاندې د طالبانو واک ته د پام وړ ننګونه نه ده کړې.

راپور زیاتوي، د راپور ورکولو په موده کې دوو ډلو، د ازادۍ جبهې او د مقاومت جبهې په کابل کې تأیید شوي بریدونه ترسره کړي، چې له دې جملې څخه د افغانستان د ازادۍ جبهې د طالبانو پر وړاندې ۱۴ بریدونه کړي، چې ټول په کابل ښار کې دي. د ملي مقاومت جبهې ۲۹ تایید شوي بریدونه په کابل (۲۰)، تخار (۶)، بغلان (۲) او پروان (۱) کې کړي دي.

راپور همداراز زیاتوي چې د طالبانو په چارواکو او عامو خلکو د داعش په بریدونو کې؛ د فبرورۍ د ۲۸مې او د مې تر ۱۵مې ترمنځ په لسګونو کسان مړه او ژوبل شول.

په دغه راپور کې له نشه يي توکو سره د مبارزې او د تصفیې د کمیسیون د فعالیتونو په ګډون د حکومتوالۍ په مسلو کې د طالبانو د چارواکو ترمنځ د اختلافونو یادونه هم شوې ده.

راپور زیاتوی، "په دې موده کې د کابینې له لږو غونډو سره، داسې ښکاری چې د حکومتولۍ مرکز د کندهار پر لور روان دی او د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده په کابل کې د حکومتولۍ په بهیرونو کې زیات نفوذ کوی."

د دغه راپور له مخې، د طالبانو د چارواکو رهبري لا هم د چارواکو او بېلابېلو ټولنو ترمنځ د تشو په ډکولو او د هغوی د ملاتړ په ترلاسه کولو متمرکزه ده.

د دغه راپور له مخې، د روان کال د فبرورۍ له لومړۍ نېټې څخه د مې تر ۱۳مې پورې د ملګرو ملتونو د کارکوونکو پر وړاندې د خوندیتوب او امنیت ۳۱ پېښې ثبت شوې، چې ۱۳ د غلا، اووه ځورونې، دوه نیول، یوه د چاودېدونکو توکو کارول او اته نورې پېښې دي د ملګرو ملتونو په ودانیو، دفترونو او ملکیتونو باندې.

یوناما د مارچ په څلورمه په کابل کې د دغه سازمان دفتر ته د طالبانو د استخباراتي ځواکونو د غیرمجاز او اجباري ننوتلو یادونه هم کړې ده.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي