۰
د بشري حقونو د څار ډله:

د دوحې له غونډې د ښځو حقونو د موضوع لرې کول ټکان ورکوونکې ده

شنبی ۲ سرطان ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۲۹
د بشري حقونو د څار د ادارې اجرایوي مشره تیرانا حسن وايي، د دوحې غونډې ته د ښځو د حقونو د مسلې له پامه غورځول او د ښځو د حقونو د فعالانو نه بلنه د خندا وړ ده.
د دوحې له غونډې د ښځو حقونو د موضوع لرې کول ټکان ورکوونکې ده
د بشري حقونو د څار د ادارې اجرایوي مشره تیرانا حسن وايي، د دوحې غونډې ته د ښځو د حقونو د مسلې له پامه غورځول او د ښځو د حقونو د فعالانو نه بلنه د خندا وړ ده.

مېرمن حسن ټینګار وکړ چې د دوحې له غونډې څخه د ښځو وتل د طالبانو د مشروعیت له خطر سره مخامخ دي او د ملګرو ملتونو شهرت ته به نه جبرانېدونکې زیان رسوي.

هغه زیاته کړه، سره له دې چې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو د حقونو تر پښو لاندې کول، چې په نړۍ کې د ښځو د حقونو تر ټولو جدي کړکېچ لامل شوی، ولیدل چې د دوحې په ناسته کې د ښځو او د هغوی د حقونو په اړه هېڅ بحث نه دی شوی.

دغه راز د هغه په ​​وينا، په دې غونډه کې له افغانستان څخه هېڅ يوې مېرمنې ته د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې په راتلونکو څو ورځو کې د افغانستان په اړه په دوحه کې درېیمه غونډه جوړه شي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي