۰

اوتنبایووا د اماراتو له چارواکو سره د دوحې دریمې ناستې په اړه خبرې کړې 

پنجشنبه ۳۱ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۱۷
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا او د یوناما مشرې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د یادو هېوادونو د ځانګړيو استازو د درېیمې ناستې په تړاو د متحده عربي اماراتو له چارواکو سره وکتل.
اوتنبایووا د اماراتو له چارواکو سره د دوحې دریمې ناستې په اړه خبرې کړې 
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا دوحه کې د یادو هېوادونو د ځانګړيو استازو د درېیمې ناستې په تړاو د متحده عربي اماراتو له چارواکو سره خبرې اترې وکړې.

په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو د دایمي ماموریت مشر محمد ابو شهاب د چهارشنبې په ورځ د غبرګولي ۳۰ مهپه خپله اېکس پاڼه د یوه پیغام په خپرولو سره دغه غونډه ښه وبلله.

ابو شهاب وویل«موږ په افغانستان کې د وروستیو پرمختګونو، په دوحه کې د راتلونکې غونډې، او د یوناما د کار په اړه چې د ښځو او نجونو په ګډون د یو سوکاله افغانستان په اړه خبرې وکړې.»

دا غونډه په داسې حال کې کېږي، چې ټاکل شوې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د جون پر ۲۱مه (د سرطان لومړۍ) د افغانستان په اړه غونډه وکړي.

یوناما د دې غونډې په اړه یو بیان خپور کړی او ویلي یې دي چې په دې غونډه کې به د یوناما مشره روزا اوتنبایوا د افغانستان د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته معلومات ورکړي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دغه غونډه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان په اړه د دغو هېوادونو په کوربه توب د دوحې له درېیمې غونډې مخکې جوړېږي.

جمهور خبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي