۰

کونړ کې د ځمکې پر سر شخړه ۸ تنه مړه او ټپیان شول

پنجشنبه ۳۱ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۱۳:۲۴
د کونړ په ماڼوګي ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ د شخړې په پایله کې لږ تر لږه ۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
کونړ کې د ځمکې پر سر شخړه ۸ تنه مړه او ټپیان شول
د کونړ په ماڼوګي ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ د شخړې په پایله کې لږ تر لږه ۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه جګړه نن د غبرګولي ۳۱ مه دکونړ ولايت دماڼوګي ولسوالۍ په "تنګي ورديش" سيمه کې رامنځته شوه.

په کونړ کې ځايي سرچينې وايي، چې په دې جګړه کې يو تن وژل شوى او اووه نور ټپيان دي.

دکونړ ولايت سيمه ئيزو مقاماتو تاييد کړه چې ددغې پيښې په اړوند يې شپږ تنه نيولي دي .

د يادونې ده، چې دوه ورځې وړاندې هم په فراه ولايت کې د دوو کورنيو ترمنځ په شخړه کې يو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي