۱

د کرکټ نړیوال جام: افغانستان نن له هند سره لوبه لري

پنجشنبه ۳۱ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۲۳
ټاکل شوې د ۲۰۲۴ نړیوال شل اوریز جام سیالیو د اتو غوره لوبډلو لړۍ په پیل کې افغان ملي لوبډله خپله لومړۍ لوبه له هند ملي لوبډلې سره تر سره کړي.
د کرکټ نړیوال جام: افغانستان نن له هند سره لوبه لري
ټاکل شوې د ۲۰۲۴ نړیوال شل اوریز جام سیالیو د اتو غوره لوبډلو لړۍ په پیل کې افغان ملي لوبډله خپله لومړۍ لوبه له هند ملي لوبډلې سره تر سره کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه لوبه به نن پنشنبې د غبرګولي ۳۱ مه د کابل په وخت ماښام ۷ بجې د ویسټ انډیز باربوداس ټاپو په کینسنګټن اوال لوبغاړي کې تر سره شي.


د ۲۰۲۴ نړیوال شل اوریز جام سالیو په اتو غوره لوبډلو کې افغانستان په اې ګروپ کې له هند، اسټرالیا او بنګله دېش سره مخ کېدونکی دی.

له هند سره لوبه به نن خو له اسټرالیا او بنګله دېش سره به د روانې جون میاشتې په ۲۳ مه او ۲۵ مه تر سره شي.

په دې پړاو کې د افغانستان لپاره پکار ده چې له دریو لوبو دوې وګټي او د همدې جام سیمي فاینل ته ځان ورسوي.

تر دې دمه په یاد جام کې افغانستان ښه ځلېدلی، چې په لومړي پړاو کې یې درې پرلپسې بریاوې خپلې کړې خو په وروستۍ لوبه کې یې له ویسټ انډیز څخه ماته وخوه.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي