ښځینه فعالانو د جنسیتي توپیر د قانوني کولو لپاره کمپاین پیل کړ

31 جوزا 1403 ساعت 9:48

په افغانستان کې د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانو د جنسیتي توپیر د قانوني کولو او په نړیوالو قوانینو کې د دې پدیدې د جرم په اړه کمپاین پیل کړی دی.


په افغانستان کې د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانو د جنسیتي توپیر د قانوني کولو او په نړیوالو قوانینو کې د دې پدیدې د جرم په اړه کمپاین پیل کړی دی.

دا کمپاین د "د جنډر اپارتایډ پای" تر سرلیک لاندې په ټولنیزو شبکو کې پیل شوی.

په دغه کمپاین کې د ښځو د حقونو فعالانو له هېوادونو وغوښتل چې دغه عمل د بشریت ضد جرم په توګه وګڼي.

دوی په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د جنسیتي اپارتایډ سیسټم پر وړاندې پر مبارزې ټینګار کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د افغانستان لپاره د بشري حقونو د شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینیټ د افغانستان په اړه په خپل نوي راپور کې د جنسیتي تبعیض د پیژندلو او په نړیوالو قوانینو کې د دې پدیدې د جرمي کیدو غوښتنه کړې وه.

د يادونې وړ ده، چې طالبانو د افغانستان د واک تر نيولو وروسته پر افغان نجونو او مېرمنو سخت بنديزونه ولګول او له زده کړو، کار او سفر څخه يې منع کړل. او دوی په بشپړ ډول د ټولنې دا برخه په کور کې جلا کړې ده.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 173497

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/173497/

جمهور
  https://www.jomhornews.com