د روغتیا نړیوال سازمان:

افغانستان کې په پنځو میاشتو کې د کولرا له امله ۲۵ تنه مړه شوي دي

31 جوزا 1403 ساعت 9:45

د روغتیا نړیوال سازمان خبر ورکړی، چې په تېرو پنځو میاشتو کې په افغانستان کې د کولرا له امله ۲۵ تنه مړه شوي دي.


د روغتیا نړیوال سازمان خبر ورکړی، چې په تېرو پنځو میاشتو کې په افغانستان کې د کولرا له امله ۲۵ تنه مړه شوي دي.

دغه سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د تېر کال له ۱۱ جوازونو څخه سږ کال ۶ جوازونه ورکړل شوي دي په افغانستان کې د کولرا ناروغۍ ۴۶ زره ۷۵۸ پېښې ثبت شوې دي چې د دغې ناروغۍ د میاشتنیو احصایو په پرتله ۵۴ سلنه زیاتوالی ښيي.

د دغه رپوټ له مخې تر اوسه ۲۵ کسان د دغې ناروغۍ له امله مړه شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان راپور زیاتوي چې په افغانستان کې په هرو سلو زرو کسانو کې د کولرا د مثبتو پېښو شمېر ۱۴۳ دی.

راپور دا هم په ګوته کوي چې د ختیځ مدیترانې سیمه د کولرا ترټولو لوی پیښې لري. دا ناروغي په افریقا، امریکا، سویل ختیځ آسیا او اروپا کې هم لیدل شوې ده.

د نړیوال روغتیا سازمان په وینا، د خولې کولرا واکسینونو ذخیره په ختمیدو ده.

راپور زیاتوي، چې ۱۶ هېوادونو د روان کال له جنورۍ څخه تر جون میاشتې پورې د واکسین ۹۲ میلیونه ډوز غوښتنه کړې، چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله دوه برابره ده.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 173495

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/173495/

جمهور
  https://www.jomhornews.com