د روغتیا نړیوال سازمان خبر ورکړی، چې په تېرو پنځو میاشتو کې په افغانستان کې د کولرا له امله ۲۵ تنه مړه شوي دي.
دغه سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د تېر کال له ۱۱ جوازونو څخه سږ کال ۶ جوازونه ورکړل شوي دي په افغانستان کې د کولرا ناروغۍ ۴۶ زره ۷۵۸ پېښې ثبت شوې دي چې د دغې ناروغۍ د میاشتنیو احصایو په پرتله ۵۴ سلنه زیاتوالی ښيي.
د دغه رپوټ له مخې تر اوسه ۲۵ کسان د دغې ناروغۍ له امله مړه شوي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان راپور زیاتوي چې په افغانستان کې په هرو سلو زرو کسانو کې د کولرا د مثبتو پېښو شمېر ۱۴۳ دی.
راپور دا هم په ګوته کوي چې د ختیځ مدیترانې سیمه د کولرا ترټولو لوی پیښې لري. دا ناروغي په افریقا، امریکا، سویل ختیځ آسیا او اروپا کې هم لیدل شوې ده.
د نړیوال روغتیا سازمان په وینا، د خولې کولرا واکسینونو ذخیره په ختمیدو ده.
راپور زیاتوي، چې ۱۶ هېوادونو د روان کال له جنورۍ څخه تر جون میاشتې پورې د واکسین ۹۲ میلیونه ډوز غوښتنه کړې، چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله دوه برابره ده.
جمهورخبري آژانس