۰

د امنیت شورا سبا د افغانستان په اړه غونډه کوي

پنجشنبه ۳۱ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۳۱
په کابل کې د ملګرو ملتونو د استازي دفتر یوناما وايي، چې د دغه سازمان امنیت شورا به سبا د سرطان په لومړۍ نېټه د افغانستان په اړه غونډه وکړي.
د امنیت شورا سبا د افغانستان په اړه غونډه کوي
په کابل کې د ملګرو ملتونو د استازي دفتر یوناما وايي، چې د دغه سازمان امنیت شورا به سبا د سرطان په لومړۍ نېټه د افغانستان په اړه غونډه وکړي.

یوناما د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د جمعې په ماښام به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه جوړه شي چې د دغه دفتر مشره روزا اوتنبایوا به د افغانستان د وضعیت په اړه توضیحي راپور وړاندې کړي.

دې رياست په دې اړه نور جزئيات نه دي ورکړي.

د يادونې ده، چې د امنيت شورا شاوخوا څلور مياشتې مخکې د تېر کال د حوت مياشتې په نيمايي کې د وروستي ځل لپاره د افغانستان پر حالاتو بيا کتنه وکړه.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په کوربه توب د دوحې درېیمه غونډه تر یوې اوونۍ زیاتې د هېوادونو د ځانګړيو استازو په ګډون جوړه شي.

پخوا، د ملګرو ملتونو ویاند ویلي وو چې د دوحې د دریمې ناستې د ترسره کولو موخه "له افغانستان سره د نړیوالې ښکیلتیا زیاتول په لا همغږي، همغږي او جوړښت کې دي."

خبرگزاری جمهور
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي