پروان کې يو سيمه ييز خبريال د طالبانو له خوا ونيول شو

26 جوزا 1403 ساعت 9:05

په پروان ولايت کې سيمه ييزې سرچينې وايي چې په دغه ولايت کې يو سيمه ييز خبريال د طالبانو د استخباراتو له خوا نيول شوى دى.


په پروان ولايت کې سيمه ييزې سرچينې وايي چې په دغه ولايت کې يو سيمه ييز خبريال د طالبانو د استخباراتو له خوا نيول شوى دى.

سرچينې دغه خبريال د عبدالله دانش په نوم ياد کړى او ويلي يې دي چې په پروان ولايت کې يې په معارف ټلوېزيون کې کار کاوه.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، ښاغلی دانش د پنجشنبې په ورځ د جوزا په ٢٤مه په بګرام ولسوالۍ کې د طالبانو د استخباراتو له خوا ونيول شو او نامعلوم ځاى ته يووړل شو.

ښاغلی دانش چې د خبریال په توګه اوږده سابقه لري، له څه مودې راهیسې وزګار دی.

د طالبانو له خوا د ښاغلي دانش د نیول کېدو لامل تر اوسه څرګند نه دی.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 173369

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/173369/

جمهور
  https://www.jomhornews.com