پاکستان او ایران په یوه ورځ له ۴ زره زیات افغان کډوال را وایستل

23 جوزا 1403 ساعت 15:32

د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت له پاکستان او ایران څخه د شاوخوا څلور زره افغان کډوالو د ایستلو خبر ورکړی دی.


د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت له پاکستان او ایران څخه د شاوخوا څلور زره افغان کډوالو د ایستلو خبر ورکړی دی.

دغه وزارت نن چهارشنبه د غبرګولي ۲۳ مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې ۳۴۳۷ افغان کډوال له ایران او ۲۷۵ له پاکستانه ایستل شوي دي.

د کډوالو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه راستانه شوي کډوال د زمري په ۲۲مه هېواد ته داخل شول.

د خبرپاڼې د معلوماتو پر بنسټ، ياد شوي کډوال د اسلام کلا، تورخم او سپين بولدک د پولو له لارې له شړلو وروسته هېواد ته داخل شوي دي.

له پاکستان څخه د افغان کډوالو ایستل په داسې حال کې کېږي چې په وروستیو میاشتو کې له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د ویستلو لړۍ ډیره شوې ده.


د مطلب کود: 173312

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/173312/

جمهور
  https://www.jomhornews.com