د ترکیې د مرستو یو اورګاډی افغانستان ته راورسید

23 جوزا 1403 ساعت 13:33

د افغانستان له سېلاب ځپلو سره د ترکیې د بشري مرستو ۶۲۰ ټنه بار وړونکی اورګاډی هرات ولایت ته راورسېد.


د افغانستان له سېلاب ځپلو سره د ترکیې د بشري مرستو ۶۲۰ ټنه بار وړونکی اورګاډی هرات ولایت ته راورسېد.

دغه اورګاډي نن چهارشنبه د غبرګولي په ۲۳مه د هرات ولایت تورغونډۍ بندر ته راورسېد او د طالبانو تر مدیریت لاندې افغاني سرې میاشتې ته وسپارل شو.

په دغو مرستو کې خوراکي او غير خوراکي توکي شامل دي چې په سېلاب ځپلو به ووېشل شي.

باید وویل شي، چې ترکیې د طالبانو له واکمنۍ وروسته په څو پړاوونو کې د اورګاډي له لارې افغانستان ته بشري مرستې استولې دي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 173309

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/173309/

جمهور
  https://www.jomhornews.com