سویډن کمیټې تخار کې  خپل فعالیت ودراوه

23 جوزا 1403 ساعت 10:04

د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې په تخار ولایت کې خپلې مرستې بندې کړې دي.


د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې په تخار ولایت کې خپلې مرستې بندې کړې دي.

دغې کمېټې د غبرګولي په ٢٢مه، د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې په تخار کې د خپلو فعاليتونو له درولو مخکې هره ورځ په دغه ولايت کې د لسګونو هغو ماشومانو لپاره چې په "کليفټ ليګ" او "مغزي فالج" اخته وو، د فزيوتراپي خدمتونه وړاندې کوي.

د دې ادارې د اعلامیې پر بنسټ؛ اوس په تخار کې دغه اړمن ماشومان د اړتیا وړ روغتیايي خدمتونو ته لاس رسی نه لري.

په خبرپاڼه کې د تخار د یوه اوسېدونکي له قوله راغلي: "زما ټول ماشومان د کلپ فوټ په ناروغۍ اخته شوي، د سویډن کمیټې د فزیکي بیارغونې په مرکزونو کې یې درملنه شوې او اوس ټول ښه دي، زه د خپل کوچني زوی د وضعیت په اړه اندېښمن یم.
کلب فوټ او دې خدمت ته هیڅ لاسرسی نلري هغه څلور میاشتې دی او ما څلور ځله له دې مرکزونو څخه لیدنه کړې او ما د دې [سویډن کمیټې] د فعالیت د ځنډولو له امله هیڅ خدمت نه دی ترلاسه کړی.

سره له دې، د تخار په سیمه ایز دفتر کې د سویډن کمیټې د فزیوتراپي څانګې مشرې هوما عظیمي ومنله چې د کلب فوټ او دماغي فالج (DDH) ناروغانو ته د لومړنیو خدماتو وړاندې کول حیاتي دي.

نوموړي خبرداری ورکړ، چې که دوی ته خدمات ورنه کړل شي، ناروغ ماشومان به د تل لپاره معیوب پاتې شي.

په همدې حال کې طالبانو په سویډن کې د دغه هېواد د یوه تبعه له خوا د قران کریم د سوځولو له امله په افغانستان کې د سویډن د بنسټونو ټول فعالیتونه بند کړي دي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 173301

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/173301/

جمهور
  https://www.jomhornews.com