۰

جرمني کې یوه افغان کډوال پر یوې ښځې د چاقو برید کړی دی

چهارشنبه ۲۳ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۱۰
د جرمني پولیسو ویلي چې له افغانستانه یوه ۱۹ کلن کډوال په دغه هېواد کې پر یوې ښځې په چاقو برید کړی دی.
جرمني کې یوه افغان کډوال پر یوې ښځې د چاقو برید کړی دی
د جرمني پولیسو ویلي چې له افغانستانه یوه ۱۹ کلن کډوال په دغه هېواد کې پر یوې ښځې په چاقو برید کړی دی.

د آلمان د فدرالي پولیسو په وینا، له افغانستان څخه دغه مهاجر د سه شنبې په ورځ د جوزا په ۲۲ مه نیټه په یوې آلمانۍ میرمنې د چاقو د برید په تور نیول شوی دی.

دا پیښه د آلمان په فرانکفورت ښار کې هغه مهال رامنځ ته شوه چې یوه میرمن په یوه پارک کې روانه وه.

په اعلامیه کې راغلي چې په دې برید کې یوه ۴۱ کلنه الماني ښځه سخته ټپي شوې ده.

د فرانکفورت څارنوالۍ د قتل د هڅې په تور د دغه افغان مهاجر د نیولو امر صادر کړی دی.

په وینا د؛ بریدګر له برید وروسته له سیمې وتښتېد، خو امنیتي ځواکونو له واښه لرونکې سیمې څخه ونیول.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کې د جرمني پوليسو پر افغان مهاجرينو د چاقو د بريدونو دوه پېښې ثبت شوې، چې په دغه هېواد کې يې ګڼ غبرګونونه را پارولي دي.

د آلمان د کورنیو چارو وزارت له دغو بریدونو وروسته؛ هغه اعلان وکړ چې هغه به د مهاجرینو (افغان مهاجرینو) د اخراج وړاندیز رد کړي او ویستل به یې کړي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *