۰

د طالبانو د پوهنې د پرمختګ په اړه یو ګډ تفاهم لیک لاسلیک کړ

چهارشنبه ۲۳ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۰۷
د طالبانو ډلې د پوهنې وزارت اعلان کړی چې د پوهنې او لوړو زده کړو د وزیرانو د دویمې نړیوالې غونډې د پای په مراسمو کې د دغه وزارت مشر د پوهنې د پرمختګ په اړه یو ګډ تفاهم لیک لاسلیک کړ.
د طالبانو د پوهنې د پرمختګ په اړه یو ګډ تفاهم لیک لاسلیک کړ
د طالبانو ډلې د پوهنې وزارت اعلان کړی چې د پوهنې او لوړو زده کړو د وزیرانو د دویمې نړیوالې غونډې د پای په مراسمو کې د دغه وزارت مشر د پوهنې د پرمختګ په اړه یو ګډ تفاهم لیک لاسلیک کړ.

د طالبانو د ډلې تر کنټرول لاندې دغه وزارت نن چهارشنبه (د غبرګولي۲۳ مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه وزارت سرپرست سید حبیب الله اغا د روسیې په کازان ښار کې د پوهنې د وزیرانو د دویمې نړیوالې غونډې د پای په مراسمو کې… د دغه فورم له خوا د پوهنې د پرمختګ او د عصري ټکنالوژۍ د ودې په اړه یوه ګډه اعلامیه او یادداشت لاسلیک شو

د طالبانو ډلې د معارف د پرمختګ په اړه یو تفاهم لیک لاسلیک کړ او په افغانستان کې د دغې ډلې په واکمنۍ سره د ټولنې د نیمې برخې لپاره د تعلیم او پرمختګ دروازې بندې شوې.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *