ننګرهار: د کښتنۍ ډوبېدو پېښه کې ۲۰ تنه وژل شوي دي

12 جوزا 1403 ساعت 10:19

سیمه ییزه طالب چارواکو او خلکو تایید کړې، چې ننګرهار ولایت کې د یوې کښتنۍ د ډوبېدو پېښه کې ۲۰ کسان مړه شوي دي.


سیمه ییزه طالب چارواکو او خلکو تایید کړې، چې ننګرهار ولایت کې د یوې کښتنۍ د ډوبېدو پېښه کې ۲۰ کسان مړه شوي دي.

دغه پېښه نن شنبې د غبرګولي ۱۲ مه سهار مهال د ننګرهار ولایت د مومند درې ولسوالۍ په باسوال سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

راپورونه وايي، په دې کښتۍ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۵ کسان ناست وو، چې په سیند کې ډوبه شوه.

د ډوبې شوې کښتۍ له سپرلیو پنځه کسان ژغورل شوي او ۲۰ کسان په پېښه کې مړه شوي دي.

د ننګرهار ولایت رسنیز دفتر پر اېکس پاڼه لیکلي، تر دې مهاله د پنځو کسانو جسدونه رايستل شوي او د نورو د موندلو هڅې روانې دي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 172879

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/172879/

جمهور
  https://www.jomhornews.com