د پروان په سیاه ګرد کې اور لګېدنې خلکو ته ډېر زیانونه اړولي دي

9 جوزا 1403 ساعت 14:29

د پروان ولايت په سياه ګرد ولسوالۍ کې ځايي سرچينې وايي، چې اور لګېدنې د دې ولسوالۍ په مرکز کې خلکو ته ډېر زيانونه اړولي دي.


د پروان ولايت په سياه ګرد ولسوالۍ کې ځايي سرچينې وايي، چې اور لګېدنې د دې ولسوالۍ په مرکز کې خلکو ته ډېر زيانونه اړولي دي.

دغه اورلګېدنه نن چهارشنبه دغبرګولي په ۹ مه د پروان ولايت د سياه ګرد ولسوالۍ په بازار کې رامنځته شوه.

د دغې اورلګېدنې لامل د دوکاندارانو بې احتیاطي بلل شوې ده.

ويل کيږي چې ددغې اورلګيدنې له امله يوشمير دوکانونه هم سوځيدلي دي .

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 172820

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/172820/

جمهور
  https://www.jomhornews.com