ننګرهار کې يو ځوان د اقتصادي ستونزو له امله موټر ته اچولی دی

7 جوزا 1403 ساعت 15:12

په ننګرهار کې عامه سرچينې وايي، چې په دغه ولايت کې يوه ځوان د اقتصادي ستونزو له امله ځان د موټر ټایر ته اچولی او مړ شوى دى.


په ننګرهار کې عامه سرچينې وايي، چې په دغه ولايت کې يوه ځوان د اقتصادي ستونزو له امله ځان د موټر ټایر ته اچولی او مړ شوى دى.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پېښه د يکشنبې په ورځ د جوزا په شپږمه د ننګرهار ولايت د مرکز جلال اباد ښار د اوومې امنيتي حوزې اړوند د "دوسرکې" په سيمه کې رامنځته شوې ده.

ويل شوي دي چې دغه ځوان د ځان وژنې په نيت د موټر تر ټاير لاندې ځان وچاوه او مړ شو.

سرچينې زياته کړې، چې دغه سړي د اقتصادي ستونزو او بېکارۍ له امله دغه کار کړى دى.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 172717

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/172717/

جمهور
  https://www.jomhornews.com