طالبانو په بغلان کې لسګونه اسماعیلی کورنۍ کډه کولو ته اړ کړی دی

7 جوزا 1403 ساعت 15:09

په بغلان ولایت کې د خلکو سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې طالبانو لسګونه اسماعیلیه کورنۍ له خپلو سیمو کډه کولو ته اړ کړي دي.


په بغلان ولایت کې د خلکو سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې طالبانو لسګونه اسماعیلیه کورنۍ له خپلو سیمو کډه کولو ته اړ کړي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، طالب جنګياليو ٧٠ اسماعيلي کورنۍ چې له ٣٠ کلونو راهيسې د پلخمري ولسوالۍ په "شمرق" کلي کې مېشتې دي، د وتلو امر کړى دى.

ویل شوي چې طالبانو دغو کورنیو ته د لوی اختر تر دریمې پورې وخت ورکړی چې له خپلو کورونو ووځي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د طالبانو له دغه حکم وروسته دغه کورنۍ په بد حالت کې دي او د خپلو کورونو د پرېښودو توان نه لري.

د يادونې ده، چې دغه کورنۍ د بدخشان ولايت اصلي اوسېدونکي دي او له ٣٠ کلونو راهيسې په دغه کلي کې اوسېږي.

په همدې حال کې په بدخشان کې اسماعیلیان هم د ځايي طالبانو تر فشار لاندې دي چې خپل دین پریږدي او سني شي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 172715

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/172715/

جمهور
  https://www.jomhornews.com