ترکش ایرلاین کابل ته خپلې الوتنې بیا پیل کړې

1 جوزا 1403 ساعت 9:35

وسله والو طالبانو اعلان کړی، چې ترکش ایرلاین د کابل هوايي ډګر ته خپلې الوتنې بیا پیل کړې دي.


وسله والو طالبانو اعلان کړی، چې ترکش ایرلاین د کابل هوايي ډګر ته خپلې الوتنې بیا پیل کړې دي.

د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د سه شنبې په ورځ (د عبرګولي لومړۍ) اعلان وکړ چې د ترکش ایرلاین نړیوال هوايي شرکت تر درې کلن ځنډ وروسته کابل ته خپلې الوتنې بیا پیلوي.

طالبانو ویلي چې دغه شرکت نن سهار له استانبول څخه کابل ته لومړۍ الوتنه وکړه.

باید وویل شي، چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له راتګ سره د افغانستان له هوايي ډګرونو ټولې نړیوالې الوتنې وځنډول شوې او له نږدې درې کلونو وروسته هم نړیوالو شرکتونو افغانستان ته خپلې الوتنې نه دي پیل کړي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 172460

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/172460/

جمهور
  https://www.jomhornews.com