د ازادۍ جبهه:

په کابل کې مو ۳ طالب جنګیالي وژلي او ټپیان کړي دي

1 جوزا 1403 ساعت 8:40

د افغانستان د ازادۍ جبهه وايي، د دې جبهې ځواکونو په کابل کې درې وسله وال طالبان وژلي او ټپيان کړي دي.


د افغانستان د ازادۍ جبهه وايي، د دې جبهې ځواکونو په کابل کې درې وسله وال طالبان وژلي او ټپيان کړي دي.

دغې جبهې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې دغه بريد تېره شپه شاوخوا ٧:٥٠ بجې د کابل ښار د اتمې امنيتي حوزې اړوند د "کارتينو بليکسټون" په سيمه کې شوى دى.

ويل کيږي چې په دې بريد کې دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او د دغې ډلې يو بل تن ټپي شو.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې برید کې د طالبانو د دفاع وزارت د استخباراتو ریاست اړوند ځواکونه په نښه شوي دي.

اعلامیه زیاتوي چې طالبان معمولاً د دوشنبې او پنجشنبې په ورځو د کابل ښار په څنډو کې د پوستو په جوړولو سره خلک ځوروي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 172457

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/172457/

جمهور
  https://www.jomhornews.com