داعش په بامیان کې پر بهرنیو سیلانیانو د برید پړه پر غاړه واخیسته

31 ثور 1403 ساعت 8:34

داعش ډلې د بامیان ولایت په مرکز کې د بهرنیو سیلانیانو د وژلو پړه پر غاړه اخیستې ده.


داعش ډلې د بامیان ولایت په مرکز کې د بهرنیو سیلانیانو د وژلو پړه پر غاړه اخیستې ده.

دغې ډلې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د دوی جنګیالیو بهرني سیلانیان او شیعه ګان په نښه کړي دي.

د دغې ډلې د اعلامیې له مخې، په دغه برید کې «۷ تنه بهرنی سیاستوال او ۵ هزاره شیعه» وژل شوی او ټپیان شوی دی.

دا پیښه د جمعې په ورځ د ثور د میاشتې په ۲۷ نیټه وروسته له هغې رامنځته شوه چې وسله والو د بامیان په مرکز کې پر بهرنیو سیلانیانو ډزې وکړې.

په دې پېښه کې ۳ هسپانوي او ۳ افغان اتباع وژل شوي او ۴ بهرني سیلانیان او ۳ نور افغانان ټپیان شوي دي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 172389

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/172389/

جمهور
  https://www.jomhornews.com