فاریاب کې سیلاب ۱۸ تنه مړه او ټپیان شول

30 ثور 1403 ساعت 14:56

په فارياب کې دولتي سرچينې وايي چې د دې ولايت په مرکز او ځينو ولسواليو کې د تېرې شپې د سېلابونو له امله ١٨ تنه مړه او ټپيان شوي او پنځه نور لادرکه دي.


په فارياب کې دولتي سرچينې وايي چې د دې ولايت په مرکز او ځينو ولسواليو کې د تېرې شپې د سېلابونو له امله ١٨ تنه مړه او ټپيان شوي او پنځه نور لادرکه دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه سېلابونه تېره شپه د غوايي په ٢٩مه، د بلچراغ ولسوالۍ په مرکز او "قرچي" کلي کې له سختو اورښتونو وروسته راوتلي دي.

دسرچينو ترمخه په دغو سيلابونو کې تر ٢٠٠ زيات کورونه، په لسګونو دوکانونه او په زرگونو جريبه کرنيزه ځمکه هم ويجاړه شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې جمعې په ورځ د فاریاب په پنځو ولسوالیو کې د مدېش سېلابونه راوتلي وو، چې له امله یې تر ۱۸ ډېر کسان وژل شوي وو.

جمهورخبري آزانس


د مطلب کود: 172370

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/172370/

جمهور
  https://www.jomhornews.com