بینیټ په افغانستان کې له سیلاب ځپلو سره د لا زیاتو مرستو غوښتنه وکړه

30 ثور 1403 ساعت 7:40

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي استازي ریچارډ بینیټ په افغانستان کې له سیلاب ځپلو سره د لا زیاتو مرستو غوښتنه وکړه.


د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي استازي ریچارډ بینیټ په افغانستان کې له سیلاب ځپلو سره د لا زیاتو مرستو غوښتنه وکړه.

بېنټ تېره شپه د (د تلې ۲۹مه) د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې مرستندويه هېوادونه بايد له سېلاب ځپلو سره د مرستې لپاره نورې مرستې هم وکړي.

هغه وویل، د لټون او ژغورنې هڅو نه علاوه، د سیلاب ځپلو خلکو د ژوند او معیشت بحالولو لپاره دوامداره مرستې ته اړتیا ده.

نوموړي دغه راز په افغانستان کې د اقلیمي تدابیرو غوښتنه هم کړې ده.

باید وویل شي، چې په افغانستان کې وروستیو سیلابونو خلکو ته ډېر ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 172339

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/172339/

جمهور
  https://www.jomhornews.com