یونما: په بامیان کې پر بهرنیو سیلانیانو برید موږ په ویره کې اچولي

29 ثور 1403 ساعت 15:18

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت UNMA وايي، په بامیان کې پر بهرنیو سیلانیانو برید "حیران او خواشینی" دی.


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت UNMA وايي، په بامیان کې پر بهرنیو سیلانیانو برید "حیران او خواشینی" دی.

دغه دفتر نن د ثور په ٢٩مه، د يوې اعلاميې په خپرولو سره په باميانو کې پر بهرنيو سيلانيانو پرونى بريد تروريستي بللى دى.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د دغه برید په څېړنه کې به مرسته وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ ماښام مهال په شهر بامیانو کې نامعلومو وسله والو پر بهرنیو سیلانیانو او د هغوی پر ملګرو ډزې کړې، چې په پایله کې یې ۳ بهرنیان او یو افغان وګړی وژل شوی او ګڼ نور ټپیان شوی دی.

د هسپانیې د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د بامیانو په پرونۍ حمله کې د دغه هېواد درې اتباع وژل شوي دي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 172330

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/172330/

جمهور
  https://www.jomhornews.com