د بښنې نړیوال سازمان: د فهیم عظیمي د بند سزا غیر عادلانه ده

26 ثور 1403 ساعت 8:16

د بښنې نړیوال سازمان په افغانستان کې د نجونو د زده کړو د حقونو د فعال احمد فهیم عظیمي پر وړاندې د طالبانو د محکمې پرېکړه ناسمه بللې ده.


د بښنې نړیوال سازمان په افغانستان کې د نجونو د زده کړو د حقونو د فعال احمد فهیم عظیمي پر وړاندې د طالبانو د محکمې پرېکړه ناسمه بللې ده.

دغه سازمان تېره شپه د غوايي په ٢٥مه د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې د طالبانو دغه پرېکړه غيرعادلانه او د بشري حقونو د نړيوالو قوانينو خلاف ده.

د دغه سازمان په اعلامیه کې پر دې ټینګار شوی چې طالبان باید ښاغلی عظیمي له زندانه په غیر مشروط ډول خوشې کړي.

په دې وروستیو کې د بشري حقونو سازمان فرنټ لاین خبر ورکړی، چې په افغانستان کې د نجونو د تعلیم فعال احمد فهیم عظیمي د طالبانو له خوا په یو کال بند محکوم شوی دی.

د دغه سازمان په وینا، د طالبانو محکمې د دوشنبې په ورځ د سلواغې په ۱۳ مه د ښاغلي عظیمي په اړه دغه حکم صادر کړ.

باید وویل شي، چې احمد فهیم عظیمي او د هغه همکار صدیق الله افغان چې تازه خوشې شوی و، د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په ۱۷ په کابل کې د طالبانو له خوا نیول شوي وو.

دغه فعالان د طالبانو له خوا په افغانستان کې د نجونو د تعلیم د ملاتړ په تور نیول شوي وو.

طالبانو تر شپږم ټولګي پورې د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 172205

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/172205/

جمهور
  https://www.jomhornews.com