سمنګانو کې هم سېلابونو ډېر ځاني او مالي زيانونه اړولي دي

22 ثور 1403 ساعت 15:12

په سمنګانو کې ځايي سرچينې وايي، چې په دغه ولايت کې د تېرې ورځې سېلابونو هم د دغه ولايت اوسېدونکو ته ځاني او ستر مالي زيانونه اړولي دي.


په سمنګانو کې ځايي سرچينې وايي، چې په دغه ولايت کې د تېرې ورځې سېلابونو هم د دغه ولايت اوسېدونکو ته ځاني او ستر مالي زيانونه اړولي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د دغو سېلابونو په پايله کې په خرم، سارباغ او د بالا صوف په ولسواليو کې دوه تنه مړه شوي او په لوى صوف دره کې يو تن ټپي شوى دى.

سرچينې زياته کړې، چې سېلاب په يادو درېيو ولسواليو کې د استوګنې سلګونه کورونه، زرګونه جريبه کرنيزه ځمکه او د برېښنا يو شمېر واړه بندونه ويجاړ کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د تېرو دوو ورځو سېلابونو د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې خلکو ته درانه ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.

په بغلان ولایت کې د پرونیو سیلابونو په ګډون تر ۲۵۰ ډېر کسان مړه شوي دي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 172063

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/172063/

جمهور
  https://www.jomhornews.com