ننګرهار کې يوه سړي خپل ورور وواژه

18 ثور 1403 ساعت 15:40

د ننګرهار سیمه ییزې سرچینې وايي، د دغه ولایت په کامه ولسوالۍ کې یوه کس خپل ورور وژلی دی.


د ننګرهار سیمه ییزې سرچینې وايي، د دغه ولایت په کامه ولسوالۍ کې یوه کس خپل ورور وژلی دی.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه کس نن سه شنبې د غوايي ۱۸ مه خپل ورور په ډزو وژلى او له سيمې تښتېدلى دى.

سرچينې د دې پېښې د انګيزې په اړه څه نه دي ويلي.

وسله وال طالبان وايي چې د وژنې په تور يې د نيولو هڅې پيل کړې دي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 171943

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/171943/

جمهور
  https://www.jomhornews.com