طالبانو د مالیزیا له پانګوالو غوښتي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي

5 ثور 1403 ساعت 9:27

د طالبانو سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د مالیزیا له پلاوي سره چې مشري یې د دغه هېواد د لومړي وزیر د استازې ډاکټر شاه زیلینا کوی په مشرۍ کوله، وکتل او د مالیزیا له پانګوالو یې وغوښتل چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

طالبانو نن چهارشنبې (د ثور ۵) په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دوی د راتګ موخه د طالبانو او مالیزیا ترمنځ د اړیکو پراخول دي.

هغه زیاته کړه، د دغه هېواد چارواکي د افغانستان په اړه مثبت نظر لري او له اسلامي امارت سره په بېلابېلو برخو کې همکارۍ ته چمتو دي.

د مالیزیا استازو ډاډ ورکړی چې له نړۍ سره به د طالبانو د امارت د تعامل لپاره کار وکړي.

مولوي عبدالکبیر وویل، چې د افغانستان حالات او هدفونه له هغه څه سره مخالف دي، چې غربي رسنۍ یې په اړه راپور ورکوي، ځکه ځینې کړۍ د افغانستان پرمختګ او سوله نه شي زغملی.

دغه طالبان وايي چې د طالبانو ډلې بشپړ امنیت برابر کړی او د طالبانو امارت د مالیزیا پانګوالو ته بلنه ورکوي چې د سوداګرۍ تر څنګ د مثبتو اړیکو د رامنځته کولو په موخه په افغانستان کې پانګونه وکړي.

جمهورخبري آژانس

د مطلب کود: 171418

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/171418/

جمهور
  https://www.jomhornews.com