د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله نن له تاجکستان سره لوبه کوي

5 ثور 1403 ساعت 9:24

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله نن د اسیا د فوټسال جام په کوارټر فاینل کې د تاجکستان له ملي لوبډلې سره لوبه کوي.


د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله نن د اسیا د فوټسال جام په کوارټر فاینل کې د تاجکستان له ملي لوبډلې سره لوبه کوي.

دا لوبه نن چهارشنبه د غوايي ۵ مه د ټایلنډ په پلازمېنه بنکاک ښار کې د شپې ۱۱:۳۰ بجې پیلېږي.

د یادولو وړ ده چې د هیواد د فوټسال ملي لوبډلې په ګروپي پړاو کې د ۴ نمرو او د یو ښه ګول په توپیر سره د دغه ټورنمنټ په دې پړاو کې بریا خپله کړه.

د نن ورځې په نورو لوبو کې به ایران له قرغزستان، تایلنډ له عراق او ویتنام به له ازبکستان سره لوبه کوي.

د نننۍ لوبې ګټونکې به د اسيا هېوادونو د فوټسال جام نيمه پايلوبې ته ننوځي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 171416

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/171416/

جمهور
  https://www.jomhornews.com