فرانسوي ورځپاڼه:

د دوو افغان مهاجرو قاتل د قتل د پټولو لپاره په خپل کور کې د هغوی جسدونه سوځولي دي

3 ثور 1403 ساعت 8:47

فرانسوي ورځپاڼې "پاریسین" راپور ورکړی چې په پاریس کې په یوه کور کې د دوو افغان اتباعو د وژل کېدو په تړاو له تاوتریخوالي یوه ورځ وروسته، د فرانسې پولیسو تر اوسه د دې پېښې په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره کړي.


فرانسوي ورځپاڼې "پاریسین" راپور ورکړی چې په پاریس کې په یوه کور کې د دوو افغان اتباعو د وژل کېدو په تړاو له تاوتریخوالي یوه ورځ وروسته، د فرانسې پولیسو تر اوسه د دې پېښې په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره کړي.

دې ورځپاڼې لیکلي چې احتمال شته چې قاتل د دوو افغان مهاجرینو له وژلو وروسته د جرم د نښو د پټولو لپاره کور ته اور ورته کړی وي.

د دغه راپور پر بنسټ، د فرانسې پولیسو د هغه ودانۍ تر پوړ لاندې چې دغه دوه افغان کډوال په کې وژل شوي وو، په یوه کثافاتو کې د یوه ټوپک او وینې جامو په موندلو سره خپلې پلټنې پیل کړې دي.

د دې ورځپاڼې د راپور له مخې، د یوې فرضیې له مخې د کور خاوند خپل دوه میلمانه په ډزو ووژل او د جرم د نښو د پټولو لپاره یې کور ته اور ورته کړ.

دغې ورځپاڼې لیکلي، چې په ودانۍ کې د اور لګېدنې او چاودنې شدت د دې لامل شو، چې قاتل د خپلې ودانۍ له اووم پوړ څخه ځان وغورځاوه، چې له امله یې نوموړی ووژل شو.

د پاریس پولیسو د قربانیانو هویت د افغانانو په توګه اعلان کړ، خو د قاتل د هویت په اړه یې جزئیات ورنه کړل.

په همدې حال کې په فرانسه کې میشتو شاوخوا ۲۰۰ افغان مهاجرینو د دغې پیښې په تړاو د پولیسو د پلټنو په اعتراض کې سوله ییز لاریون وکړ.

دوی د فرانسې له پولیسو څخه د بې پرې تحقیقاتو غوښتنه کړې ده.

خبرگزاری جمهور

 


د مطلب کود: 171321

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/171321/

جمهور
  https://www.jomhornews.com