تخار کې يو طالب قوماندان د شرابو له بوتلو سره ونيول شو

30 حمل 1403 ساعت 12:32

تخار کې ځايي سرچينې وايي، چې د طالبانو د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدير مولوي شکرالله قريشي د دغه ولايت په دشت قلعه ولسوالۍ کې د شرابو له بوتلو سره نيول شوى دى.


تخار کې ځايي سرچينې وايي، چې د طالبانو د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدير مولوي شکرالله قريشي د دغه ولايت په دشت قلعه ولسوالۍ کې د شرابو له بوتلو سره نيول شوى دى.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه طالب مولوي تېره شپه د دشت قلعه ولسوالۍ د پول کوکچې په سيمه کې د ۱۳ بوتله "تاجکي واتکا" شرابو  د قاچاق په مهال د نورو وسله والو طالبانو له خوا ونيول شو.

سرچينې زياته کړې، چې د شرابو بوتلونه د مولوي شکرالله له موټر څخه هغه مهال کشف او ترلاسه شول، چې غوښتل يې له خپلو درېيو ملګرو سره د تخار ولايت فرخار ولسوالۍ ته ولاړ شي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو له څه باندې دوه نیمو کلونو راهیسې تل خپل سرغړونکي قوماندانان او جنګیالي برائت کړي دي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 171185

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/171185/

جمهور
  https://www.jomhornews.com