طالبانو وردګ ولایت کې یو تن په دورو و واهه

30 حمل 1403 ساعت 8:53

د طالبانو ستره محکمه وايي، د وردګو په څلور لاري کې یې یو کس د غلا په تور په عام محضر کې په دورو و واهه.


د طالبانو ستره محکمه وايي، د وردګو په څلور لاري کې یې یو کس د غلا په تور په عام محضر کې په دورو و واهه.

دغې محکمې د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې دغه سړى د وري په ٢٩مه د وردګو ولايت په سيداباد ولسوالۍ کې په دورو و وهل شو.

د اعلاميې پر بنسټ، دغه سړى د طالبانو د سيمه ييزې محکمې له خوا ٣٩ دورهې وهلو باندې محکوم شوی وو.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د افغانستان تر واک لاندې راوستو وروسته د عامو مجازاتو لړۍ بیا پیل کړې ده. خو دا بهیر د بشري حقونو د سازمانونو له پراخو نیوکو سره مخامخ دی.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 171161

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/171161/

جمهور
  https://www.jomhornews.com