د افغان خبریالانو مرکز د حبیب الرحمن د خوشې کېدو غوښتنه وکړه

29 حمل 1403 ساعت 14:59

د افغانستان د خبریالانو مرکز اعلان کړی، چې طالبانو له ۱۲ ورځو راهیسې په غزني کې د ازادي راډیو خبریال حبیب الرحمن تاثیر نیولی او زنداني کړی دی.


د افغانستان د خبریالانو مرکز اعلان کړی، چې طالبانو له ۱۲ ورځو راهیسې په غزني کې د ازادي راډیو خبریال حبیب الرحمن تاثیر نیولی او زنداني کړی دی.

دغه بنسټ نن چهارشنبې د وري ۲۹ مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره د حبیب الرحمن د سمدستي او غیر مشروطه خوشې کیدو غوښتنه وکړه.

یوې ځايي سرچینې د افغانستان د خبریالانو مرکز ته ویلي، چې ښاغلی تاثیر د ازادي راډیو لپاره د ځینو سیمه ییزو راپورونو د چمتو کولو په تور نیول شوی او د طالبانو استخباراتي ځواکونو د هغه سمارټ فونونه هم ضبط کړي دي.

د دغه بنسټ په وینا، ټاکل شوې د دغه خبریال دوسیه په غزني کې د طالبانو محکمې ته واستول شي.

د ځايي سرچينو په وينا، د حبيب الرحمن د خوشې کولو هڅې تر اوسه ناکامې شوې او درې ورځې وړاندې د طالبانو د استخباراتو له خوا د غزني ولايت عمومي زندان ته لېږدول شوى دى.

جمهور خبري آژانس 


د مطلب کود: 171146

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/171146/

جمهور
  https://www.jomhornews.com