طالبان: د ټاپي پروژې د پیل لپاره هڅې روانې دي

9 حمل 1403 ساعت 11:15

د طالبانو د ډلې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور د ټاپي پروژې له مشر او په کابل کې د ترکمنستان له سفیر سره وکتل او ویې ویل چې د ټاپي پروژې د پیل لپاره هڅې په شدت سره روانې دي.


د طالبانو د ډلې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور د ټاپي پروژې له مشر او په کابل کې د ترکمنستان له سفیر سره وکتل او ویې ویل چې د ټاپي پروژې د پیل لپاره هڅې په شدت سره روانې دي.

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت نن پنجشنبې د وري ۹ د دغه وزارت د سرپرست وزیر په اعلامیه کې ویلي چې له نېکه مرغه د ټاپي پروژې کار په چټکۍ سره پرمخ روان دی او هڅه به وکړو چې پاتې نورې چارې هم بشپړې کړو. ژر تر ژره به یې کار پیل شي او دغه مهمه او اساسي پروژه به ژر تر ژره پرانیستل شي او عملي کار به یې پیل شي.

غوښتونکي وویل، د ګازو د پایپ انتقال باید د افغانستان د چاپېریال ساتنې له ادارې سره په همغږۍ ترسره شي او په داسې ډول ترسره شي، چې چاپېریال ته زیان ونه رسېږي او د چاپېریال ټول مسایل باید په پام کې ونیول شي.

د ترکمنستان سفير دغه راز وويل چې ډېر ژر به له ترکمنستان څخه يو پلاوى هرات ولايت ته ولاړ شي او د هرات د مرمر ډبرو له سوداګرو سره به د مرمرو د پېرلو په اړه خبرې وکړي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 170508

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/170508/

جمهور
  https://www.jomhornews.com