د افغانستان ملي لوبډله نن شپه له هند سره لوبه کوي

2 حمل 1403 ساعت 12:47

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله به نن شپه د هند له ملي لوبډلې سره د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام او د ۲۰۲۷ کال اسیايي جام د غوراوي سیالیو په دوهم پړاو کې لوبه وکړي.


د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله به نن شپه د هند له ملي لوبډلې سره د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام او د ۲۰۲۷ کال اسیايي جام د غوراوي سیالیو په دوهم پړاو کې لوبه وکړي.

د هېواد د فوټبال فدراسیون نن پنشنبې د وری ۲مه، د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دا لوبه به نن شپه د کابل پر وخت ۱۱:۳۰ ترسره شي.

دا لوبه په هند کې ترسره کیږي.

د ملي لوبډلې لوبغاړو له دغې لوبې مخکې ویلي وو چې د هند له ملي لوبډلې سره د مخامخ کېدو لپاره به پوره چمتووالی ونیسي او د بریا په هیله به میدان ته ننوځي.

جمهور خبری آژانس


د مطلب کود: 170258

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/170258/

جمهور
  https://www.jomhornews.com