بادغیس کې سېلاب تر سلو ډېر کورونه نړولي دي

2 حمل 1403 ساعت 12:41

بادغیس ولایت کې د خلکو سرچینې وايي چې د تیرې شپې د باران له امله راوتلو سیلابونو په دغه ولایت کې د استوګنې سل کورونه نړولي دي.


بادغیس ولایت کې د خلکو سرچینې وايي چې د تیرې شپې د باران له امله راوتلو سیلابونو په دغه ولایت کې د استوګنې سل کورونه نړولي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د تېرې شپې د سېلابونو په پايله کې د بادغيس ولايت په مرکز قلعه نو ښار او د دغه ولايت د دره بوم ولسوالۍ په سلګونو جريبه کرنيزه ځمکه هم ويجاړه شوې ده.

له دره بوم ولسوالۍ څخه هم په رارسيدلو خبرونوکې ويل شوي دي چې تيره شپه هم سيلابونه راوتلي او يو تن يې وژلى دى.

د يادونې وړ ده، چې تېره شپه او نن د افغانستان په زياترو ولايتونو کې د واورو او بارانونو وړاندوينه شوې ده.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 170256

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/170256/

جمهور
  https://www.jomhornews.com