اوچا یا د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وايي، افغانستان له پېچلو بشري بحران سره مخ دی.
دغه سازمان نن سه شنبې د کب په ۸ مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د اقلیم د بدلون له امله رامنځته کېدونکي طبیعي پېښو د افغانستان هغه ننګونې لا پسې زیاتې کړي چې له لسیزو راهیسې په جګړو کې ښکېل دی.
اوچا اعلان، افغانستان د نړۍ د هغو ۱۲ هېوادونو په ډله کې دی چې د اقلیمي بدلون او طبیعي پېښو له سختو پېښو سره مخ دي.
اوچا زیاته کړه، "د اقلیم د بدلون اغیزې او د اوبو د کمښت بحران د افغانستان او خلکو لپاره یوه پیچلې ستونزه ده، چې نږدې ۸۰ سلنه یې د خپلو ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره په طبیعي زیرمو تکیه کوي."
د دغه بنسټ په وینا، افغان ښځې او نجونې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د سختو محدودیتونو له امله له ننګونو څخه زیاتې اغېزمنې شوې دي.
جمهورخبري آژانس