کاناډا له پاکستانه ۲۷۳ افغان کډوال انتقال کړل

3 حوت 1402 ساعت 14:07

د کاناډا د کډوالو چارو وزارت اعلان کړی چې له پاکستانه یې ۲۷۳ افغان کډوال دغه هېواد ته لېږدولي دي.


د کاناډا د کډوالو چارو وزارت اعلان کړی چې له پاکستانه یې ۲۷۳ افغان کډوال دغه هېواد ته لېږدولي دي.

دغه وزارت نن چهارشنبه د کب په ۳مه، د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې دغه کسان له پاکستان څخه د یوې چارترې الوتکې په واسطه د کاناډا هیواد وینکوور ته ولېږدول شول.

د اعلان پر بنسټ، نوي کډوال به په ټول کاناډا کې په ۲۷ ځایونو کې میشت شي.

په همدې حال کې کاناډا لا دمخه اعلان کړی چې د ۴۰ زره افغان مهاجرینو د منلو هدف ته رسیدلي دي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 169208

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/169208/

جمهور
  https://www.jomhornews.com