اشرف غني د حج فریضې ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته ولاړ

2 حوت 1402 ساعت 14:57

د افغانستان پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني متحده عربي اماراتو ته له تېښتې وروسته د لومړي ځل لپاره د حج عمرې د ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته تللی دی.


د افغانستان پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني متحده عربي اماراتو ته له تېښتې وروسته د لومړي ځل لپاره د حج عمرې د ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته تللی دی.

په یوه لنډه ویډیو کې چې نن چهارشنبه د حوت په دویمه په ټولنیزو شبکو کې خپره شوه، لیدل کېږي چې اشرف غني د احرام کالي اغوستي او د کعبې په صحن کې روان دی.

دا له کابل څخه متحده عربي اماراتو ته له تېښتې وروسته د اشرف غني لومړنی بهرنی سفر دی.

په متحده اماراتو کې له میشت کیدو وروسته ، هغه په ​​​​عامه توګه نه ښکاري.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 169165

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/169165/

جمهور
  https://www.jomhornews.com