تخار کې یو طالب قاضي پر یوې نجلۍ په جنسي تېري تورن شوی دی

2 حوت 1402 ساعت 9:25

په تخار کې  سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د طالبانو یو قاضي د دغې ډلې له خوا پر یوې نجلۍ د جنسي تېري په تور نیول شوی دی.


په تخار کې  سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د طالبانو یو قاضي د دغې ډلې له خوا پر یوې نجلۍ د جنسي تېري په تور نیول شوی دی.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، مفتي رحيم الله د تخار په خواجه غار ولسوالۍ کې د طالبانو د ابتدايي محکمې قاضي و، چې د طالبانو له خوا د خپلې مېرمنې پر خور د جنسي تېري په تور نيول شوى و.

سرچينې د طالبانو د دې محکمې د قاضي د نيول کېدو د کره وخت په اړه څه ونه ويل؛ خو هغه ټینګار وکړ چې تېره اوونۍ یې د خپلې مېرمنې پر خور چې ۱۹ کلنه ده، جنسي تېری کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو دوو کلونو کې د دې ډلې د محکمو د غړو په ګډون طالب چارواکي پر نجونو، ښځو او حتی نارینه وو د جنسي تېري په تور نیول شوي دي.

خو؛ د طالبانو ډلې تر اوسه له دغو قضیو څخه یوه هم نه ده محاکمه کړې. په داسې حال کې چې عام خلک په صحرا کې د نامشروع اړیکو په تور محاکمه کیږي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 169135

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/169135/

جمهور
  https://www.jomhornews.com