په کندز کې څلور ښځې د طالبانو له خوا ونيول شوې

25 دلو 1402 ساعت 10:00

په کندز ولايت کې باخبره سرچينې وايي چې د دغه ولايت په مرکز کې څلور ښځې د طالبانو له خوا د اړتيا وړ پوښاک د نشتوالي له امله نيول شوې دي.


په کندز ولايت کې باخبره سرچينې وايي چې د دغه ولايت په مرکز کې څلور ښځې د طالبانو له خوا د اړتيا وړ پوښاک د نشتوالي له امله نيول شوې دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه ښځې دوشنبې سلواغې ٢٣مه او سه شنبه د لړم په ٢٤مه، د کابل بندر له سيمو او د کندوز د حوزوي روغتون مخې ته نيول شوې او بنديانې شوې دي.

سرچينې زياته کړې، چې تر اوسه د يادو مېرمنو د برخليک په اړه څه نه دي ويل شوي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په دې وروستیو کې په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې د حجاب د اغوستلو په تور د ښځو او نجونو د نیولو پراخ کمپاین پیل کړی او په دې بهیر کې یې سلګونه ښځې او نجونې نیولي او بندیانې کړي دي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 168836

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/168836/

جمهور
  https://www.jomhornews.com