د فراه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د دغه ولایت د بخش اباد بند د غځولو د کانال د بشپړیدو خبر ورکړی دی.
دغه ریاست نن دوشنبه د سلواغې په ۲۳ مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د بخش اباد بند د کانال کار د روان هجري لمریز کال له پیله پیل شوی دی.
دغه کانالونه د بخش اباد بند د دویم فاز د جوړولو د کار د پیلولو په موخه د سیند د اوبو د غځولو په موخه کیندل شوي وو.
په ورته وخت کې دفراه ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رياست وايي چې ددغې برخې ددويم فاز دجوړولو کار هم پيل شوى دى.
دا بند د فراه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې د فراه رود پر سیند د اوبو د کمښت د حل په موخه جوړېږي.
د دغه بند د جوړولو پلان د افغانستان د تېر حکومت له خوا جوړ شوی و، چې د یو میلیارد متر مکعب اوبو د زېرمه کولو او د ۲۷ میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري.
د دغه بند د جوړولو لګښت د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت له خوا ۴۳۰ میلیونه ډالره اټکل شوی دی.
جمهورخبري آژانس