امریکا: پر طالبانو فشارونو ته دوام ورکوو

17 دلو 1402 ساعت 10:11

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند ویدانت پټیل وايي، دغه هېواد پر طالبانو فشار ته دوام ورکوي څو د بشري حقونو په اړه دغه ډله بدله کړي.


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند ویدانت پټیل وايي، دغه هېواد پر طالبانو فشار ته دوام ورکوي څو د بشري حقونو په اړه دغه ډله بدله کړي.

ښاغلي پټېل ​​د دوشنبې د سلواغې۱۶ مه په واشنګټن کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې متحده ایالات "پر طالبانو فشار ته دوام ورکوي چې خپل امتیازي سیاستونه بدل کړي."

هغه ټینګار وکړ چې بشري حقونه او ښوونځیو ته د نجونو راستنول له طالبانو سره د امریکا د تعامل اصلي تمرکز دی.

پټېل د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې د خپل ډیپلوماتیک ماموریت د بیا پرانستلو په اړه د امریکا د نیت په اړه هم وویل، چې دا کار به ژر ترسره نه شي.

په همدې حال کې په چین کې د طالبانو د سفیر د باورلیک له منلو وروسته د امریکا غږ پښتو څانګې د یوه رسمي سند په حواله راپور ورکړی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د خپلې کونسلګرۍ د بیا پرانېستلو په اړه غور کوي.

خبرگزاری جمهور


د مطلب کود: 168527

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/168527/

جمهور
  https://www.jomhornews.com