پنجشېر کې يو پخوانى سرتېرى د طالبانو له خوا ونيول شو

12 قوس 1402 ساعت 9:30

په پنجشیر ولایت کې د خلکو سرچینې وايي چې طالب ځواکونو د دغه ولایت په پیریان ولسوالۍ کې یو پخوانی سرتېری نیولی دی.


 پنجشیر ولایت کې د خلکو سرچینې وايي چې طالب ځواکونو د دغه ولایت په پیریان ولسوالۍ کې یو پخوانی سرتېری نیولی دی.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پخوانى سرتېرى عزيزالله نومېږي او درې ورځې وړاندې د پريان ولسوالۍ له "اريب" سيمې څخه د طالبانو د استخباراتي ځواکونو له خوا نيول شوى و.

سرچينې زياته کړې، چې طالبانو د دغه پخواني سرتېري د نيول کېدو د لامل په اړه څه نه دي ويلي.

ویل کیږي چې طالبانو دغه پخوانی سرتیری تر نیول کیدو وروسته کابل ته انتقال کړی دی.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 166415

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/166415/

جمهور
  https://www.jomhornews.com