د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني وايي، نړیوال هغه ډول امنیت چې د ځان لپاره یې غواړي، د افغانانو لپاره یې د هم وغواړي.
حقاني، چې نن د تلې ۱۳ مه د پولیسو اکاډمۍ د څوارلسمې دورې فراغت غونډه کې خبرې کولې د افغانستان او نړۍ خلکو ته په مسلکي ډول د امنیت د ټینګښت ډاډ ورکړ.
د هغه په وینا، دوی نړیوالو ته د امن پيغام ورکوي او له نړیوالې ټولنې هم غواړي، کومې ژمنې یې چې د امارت سره کړې په هغو عمل وکړي.
حقاني و ویل، نړیوال څنګه چې د خپل ځان لپاره امنیت او سوکالۍ ته ترجیح ورکوي، افغانانو ته دې هم امنیت او عزت وغواړي.
ښاغلي حقاني د افغانستان تېرو لسیزو ته او بېلابېلو حزبونو فعالیت ته په اشارې و ویل، چې افغانستان د دغه حزبونو د فعالیتونو له امله تجزیه شوی وو.
جمهورخبري آژانس