امیرخان متقي د مسکو فارمټ غونډه کې:

نه چا ته د حکومتولۍ د بنڼې نخسې ورکوو او نه یې د موږ ته څوک راکوي

8 میزان 1402 ساعت 9:20

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د مسکو فارمټ ناسته کې د وینا پر مهال پر ټولو هېوادونو غږ کړی، چې نه دې څوک دوی ته د حکومتولۍ د بڼې په اړه څوک نخسې ورکوي او نه هم امارت چا ته د حکومتولۍ نخسې وړاندې کړې.


د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د مسکو فارمټ ناسته کې د وینا پر مهال پر ټولو هېوادونو غږ کړی، چې نه دې څوک دوی ته د حکومتولۍ د بڼې په اړه څوک نخسې ورکوي او نه هم امارت چا ته د حکومتولۍ نخسې وړاندې کړې.

متقي پرون جمعه د تلې ۷ مه په دغه غونډه کې ادعا کړې، چې د دوی امارت د سیمې د امنیت پر وړاندې د یوې لویې دسیسې مخه نیولې او شنډه کړې یې ده خو دا چې دا کومه د سیسه ده په اړه یې جزیات ورنه کړل.
 
هغه دا هم و ویل، چې دوی په تېرو  دوه کلونو کې وکولی شول د چا له مرستې پرته مکمل امنیت تامین، حکومت مرکزي، بودجه مستقله او له نشه يي توکو سره ګټوره مبارزه وکړي او د سوداګرۍ، پانګونې او ترانزیټ په برخو کې اسانتیاوې رامنځ ته کړي.

ده و ویل«اسلامي امارت نه چا ته د حکومتولۍ د بڼې په اړه کومه نخسه وړاندې کړې او نه هم له نورو غواړي، چې د حکومتولۍ د بڼۍ په اړه کومه نخسه ورکړي، د دې پر ځای تعامل راسره وکړی او رسمي کارونه راسره پیل کړی.»
 
په هغه په ټينګار سره ویلي، له ټولو هېوادونو په ځانګړې توګه له ګاونډیو هېوادونو تمه لري، چې د حکومتولۍ د بڼې د نخسو ورکولو پر ځای دې له امارت سره په هره برخه کې په رسمي ډول کار پیل کړي.
 
متقي ویلي، د دې وخت رارسېدلی، چې د افغانستان په محوریت د سیمه ییز اتصال پروژې پلې شي او دوی چمتو دی، چې په دې برخه کې هر ډول اسانتیاوې برابرې کړي.
 
جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 164232

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/164232/

جمهور
  https://www.jomhornews.com