په ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازي امیر سعید ایروانی پر افغانستان د لوېدیځ یو اړخه بندیزونو د لرې کولو او بې پرې بشري مرستو کولو غوښتنه وکړه.
نوموړي ویلي، ایران د اخلاقي ژمنتیا پر اساس د افغانستان پر ملاتړ ټینګار کوي او له ټولو غواړي، چې د افغانستان اقتصادي بیارغونه، کډوالو ته د بېرته ستنېدو برخه کې د اسانیتاو او سیمې د امنیت لپاره ټولیزې هڅې وکړي.
ایرواني، په افغانستان کې د ترهګریزو بریدونو، نشه يی توکو قاچاق، د ښځو پر زده کړو بندیز او لرغونو فرهنګي میراثونو ته پر ګواښ خبرې وکړې.
جمهورخبري آژانس