قطر:

له طالب چارواکو سره د نړیوالې ټولنې تعامل آسانه کار نه دی

3 میزان 1402 ساعت 10:58

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند مجاهد محمد انصاري ویلي، له افغانستان سره د نړۍ نه تعامل ښې پایلې نه لري او نه به یې هم ولري.


د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند مجاهد محمد انصاري ویلي، له افغانستان سره د نړۍ نه تعامل ښې پایلې نه لري او نه به یې هم ولري.

نوموړي له المانیتور خبري شبکې سره مرکه کې زیاته کړې، له طالب چارواکو سره د نړیوالې ټولنې تعامل آسانه کار نه دی، خو له افغانستان سره نه تعامل به ښې پایلې ونه لري.
 
ښاغلي انصاري ټینګار کړي، چې د قطر دولت د افغانستان او نړۍ تر منځ د منځګړیتوب لپاره هڅې کوي.
 
جمهورخبري آژانس

 


د مطلب کود: 164087

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/164087/

جمهور
  https://www.jomhornews.com