د چین د حکومت یو چارواکی وایي، هېواد یې هوډ لري چې د افغانستان له زلزله ځپلو سره مرسته وکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د چین حکومت د کابینې مرستیال سیجي کیهارا نن پنشنبې د چنګاښ ۲ مه په یوه خبري کانفرانس کې ویلي، دوی زلزله ځپلو ته د لازمو مرستو د همغږۍ په حال کې دي.
ښاغلي سیجي کیهارا زیاته کړې، دوی اوسمهال پر دې کار کوي چې د اړمنو بېړنۍ اړتیاوې مشخصې کړي.
په ورته وخت کې د چین د بهرنیو چارو وزارت د اسیایي چارو ادارې مرستیال چن سونګ د زلزلې له امله د رامنځته شوې مرګژوبلې په پار افغانستان سره خواخوږي وښوده
ښاغلي سونګ پرون چهارشنبې په بېجينګ کې د افغانستان د سفارت له شارژدفیر سید محی الدين سادات سره کتلي دي.
چن سونګ په دې اړه چې په خوست او پکتیکا کې د ریکتر په کچه د ۶.۲ درجې زلزله شوې او ګڼو خلکو ته يې مرګ ژوبله اړولې، افغانانو سره خواخوږي څرګنده کړې او ويلي یې دي، چې چين به زلزله ځپلو افغانانو ته د اړتيا وړ مرستې برابرې کړي.
چن سونګ زياته کړې، چین د افغانستان پر وړاندې شته ستونزو ته پاملرنه کوي او د تېر کال له اګست راهیسې يې له افغانانو سره د بشردوستۍ ګڼ شمېر مرستې کړې دي. چین د ارام او نیکمرغه ژوند د تر لاسه کولو په برخه کې د افغانانو د هڅو ملاتړ کوي.
ښاغلي سادات د چین له خواخوږۍ څخه مننه کړې او ويلي یې دي، چې چین د افغانستان د باور وړ ملګری دی او له افغانانو څخه يې اوږمهاله ملاتړ کړی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل